Petent heeft de petitie niet ingediend of overgedragen.
د پښتو ژبې له پامه غورځول بند کړئ!
جرمني ته له افغانستان څخه راتلونکي کډوال او پنا غوښتونکي د هغه هېواد د اوسېدونکو په شان په پښتو او دري ژبو خبرې کوي. له دې ډلې ځينې يې په دواړو ژبو پوهيږي خو داسې ډېر هم شته چې يوازې په يوه ژبه پوهيږي او خبرې پرې کولای شي. له دې ډلې ډېر هغه پښتانه چې يوازې په پښتو ژبه پوهيږي، په دې ژبه د اړينو مالوماتو د نه موندلو له کبله له ستونزو سره مخ کيږي او خپلو حقونو ته نه رسيږي.
د جرمني په اکثره هغو ګڼژبو رسمي چينلونو، وېبسایټونو او ادارو کې پښتو ژبه له پامه غورځول شوې ده، چېرې چې د نورو ژبو د ويونکو تر څنګ پښتانه هم مراجعه ورته کوي. د دولتي ادارو تر څنګ ګڼې نورې انجيوګانې او هغه بنسټونه چې ځانونه خپلواک بولي، په خپلو خپرېدونکو محتوياتو کې د پښتو ورزياتولو اړتيا نه محسوسوي. په ځينې ځايونو کې ښايي له قصده له پښتو سره توپيري چلند کيږي.
په دې ډول موږ په جرمني کې په ټولو دولتي او نادولتي بنسټونو غږ کوو څو د پښتو ژبې زياتولو، ژباړې او ادغام ته لومړیتوب ورکړي.
په اړينو ځايونو کې د پښتو ژبې له زياتېدلو سره به ډیری کډوال او جرمني ته نوي راتلونکي کسان په خپله ژبه له شته مالوماتو برخمن شي او دا به دلته د دوی په ادغام او بيا مېشتېدنه مثبت اغېز ولري.
Reden
په دې وروستيو کې له افغانستان څخه د تر ګواښ لاندې کسانو د راوستلو نوی پروګرام پيل شو، کوم چې پر خپل وېبسایټ يې مالومات يوازې په جرمني، انګليسي او پارسي ژبو خپاره کړي دي. له دې مالوماتو ګڼ هغه وړ کسان ګټه نه شي اخستلای، کوم چې په رښتيا يې ژوند ته ګواښ دی او يادو شوو ژبو برلاسي نه دي. د جرمني فدرالي وزارتونه چې بېشمېره منابع او فرصتونه لري، په دې ډول له پښتو ژبې سره دوهګونی چلند کوي او پښتو ژبو کسانو ته د برابرو فرصتونو په رامنځته کولو کې پاته راغلي دي.
https://www.bundesaufnahmeprogrammafghanistan.de/bundesaufnahme-de/
ځينې نادولتي بنسټونه هم د پښتو ژبې اړتيا ته پاملرنه نه کوي او مالومات يوازې په پارسي او انګليسي يا جرمني ژبو خپروي. له دې ډلې د بېسرحده راپورترانو بنسټ اړوند د وېېبسایټ يادونه کولای شو.
https://faq.rsf-assistance.org/afg
له دې پرته په ګڼو سيمهييزو ادارو او پلټفورمونو کې پښتو ته د اړتيا وړ ژبې په توګه نه کتل کيږي او يا يې اړوند مسؤوليتونه داسې کسانو ته سپارل کيږي چې مورنۍ ژبه يې پښتو نه وي. په دې برخه کې د بامف (BAMF) اداره يادولای شو، کومه چې د پناغوښتونکو لپاره د انټرويو پر مهال وړ ژباړن له پامه غورځوي. زموږ د مالوماتو او تجربو له مخې په جرمني کې د ډېرو افغانانو د پناغوښتنې د قضيو ردېدلو يو لامل همدا دی.
موږ د پښتو ژبې د ويونکو په توګه له دې توپيري چلند څخه کړېږو او د دې حالت د بدلون غوښتونکي يوو،
Link naar de petitie
Afscheurstrookje met QR-code
downloaden (PDF)Deze petitie is in de volgende talen vertaald
-
Petition wurde nicht eingereicht
op 19-03-2024Liebe Unterstützende,
der Petent oder die Petentin hat innerhalb der letzten 12 Monate nach Ende der Unterschriftensammlung keine Neuigkeiten erstellt und den Status nicht geändert. openPetition geht davon aus, dass die Petition nicht eingereicht oder übergeben wurde.
Wir bedanken uns herzlich für Ihr Engagement und die Unterstützung,
Ihr openPetition-Team -
Änderungen an der Petition
op 20-12-2022
Discussie
Nog geen tegenargument.